په انګليسي ورته Dandelion او اردو کي ورته ککرونډا وايي او په پښتو یا درې کي راته له بده مرغه نوم ندي معلوم ليکن په افغانستان او پاکستان کي مي ليدي چي خلک هيڅ ډول توجه ورته نه ورکوي او هر ځاي کي ولاړ يي! دا بوټي په پرمختللو هيوادونو کي تر ټولو قيمته سلاد دي او په فاييو سټار هوټلونو کي دا بوټي تر ټولو اعلي سلاد کي ورکول کيږي! دا خوش مزه سلاد په طبيعي ډول د سرطان ضد خواص لري او د سرطان په وړاندې انسان اميني سيستم پياوړي کوي همدارنګه د جګر قوت د مدافعت هم زياتوي ، دا بوټي د کيمياوي اجزاوو ، ويټامينونو ، منرلز او فائبر خزانه شميرل کيژي د ويټامين اي او ويټامين بي لرونکي دي دغه بوټي بيخ او پاڼی سرطاني حجري له منځه وړي او مقابل حريف حجرو ساتنه کوي، د کاناډا ونڈرس پوهنتون د کيميسټري او بائيو کيميسري ډپارټمنټ پدي اړه تحقيق کړي او وایي: چي دغه بوټي د سرطاني دانو حجري له منځه وړلو او د مقابل لوری ساتنه کي د کيموتهراپي په ډول عمل کوي! که پښتو کي چا ته نوم معلوم وي ويي ليکي او خپل خوراک برخه وګرځوي که تجارتي بڼه واخلي لا نور به ښه وي!